۰
ولسمشرغني:

نور به د نظام په داخل کې د تخریب کوونکو پر وړاندې صبر ونه کړو

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور یې د نظام له داخل څخه د تخریبونکو پر وړاندې د صبر کاسه ډکه شوې او پر وړاندې به یې قانوني چلند وکړي.
نور به د نظام په داخل کې د تخریب کوونکو پر وړاندې صبر ونه کړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور یې د نظام له داخل څخه د تخریبونکو پر وړاندې د صبر کاسه ډکه شوې او پر وړاندې به یې قانوني چلند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن شنبې د چنګاښ ۱۹ مه خوست کې د هوایي ډګر تر پرانستې وروسته یوې لویې ولسي غونډې ته وکړې.

ولسمشر غني د نورو خبرو تر څنګ د افغانستان په روان وضعیت او سولې هم خبرې وکړې ویې ویل، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو طالب سوله نه بلکې جګړه غواړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې تر اوسه پورې یې امریکا ته افغانستان کې د پاتې کېدو نه دي ویلي، بلکې کلونه وړاندې یې ویلي و، چې امریکا وځي او له امریکا یې غوښتي وو، چې ووځي.

نوموړي و ویل، چې دوه کاله وړاندې یې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لیک لېږلی و او ترې غوښتي یې و، چې له افغانستان څخه ووځي.

دی وايي، په تېرو څلورو کلونو کې افغان حکومت د سولې لپاره بې درېغه هڅې کړې، قربانۍ یې ورکړې، خو مقابل لوري سولې ته میلان نه دی ښودلی.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې په وار وار یې له طالبانو غوښتي، چې د شریعیت په رڼا کې د سولې خبرو ته له افغانانو سره کېني، خو په وینا یې طالبانو ټینګار کړي، چې دوی پر شریعیت نه بلکې، د امریکا سره د کړي تړون پر بنسټ خبرو ته حاضر دي.

هغه و ویل«طالبانو ته مو ویل، چې راشي په شریعیت د سولې خبرو وکړ، خو دوی شریعیت نه مني، وايي، موږ د امریکا سره د کړي تړون پر بنسټ خبرې غواړو، اوس خو امریکان ولاړل له چا نه یې غواړۍ.»

افغان ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ او د سوال په شکل یې ترې وپوښتل، چې اوس خو امریکایان هم و وتل، نو د چا لپاره د او د څه لپاره جګړه کوۍ؟

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل«راشي دا ثابته کړي، چې تاسو د افغانستان لپاره جګړه کوۍ، که غواړی افغانستان د بل هېواد نوکر کړي، راشۍ ثابته کړي، چې د نورو نوکر نه یۍ، راشۍ ثابته کړۍ، چې ډېورنډ کرښه مو نه ده منلې، ثابته کړۍ، چې د چا لپاره جګړه کوۍ، دا د پټېدو نه ده، ټولو ته معلومه ده، چې طالبان له کوم ځای نه راځي، چېرته اوسي، ځایونه یې چېرې دي.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د ورځې له دوه تر شپږ سوه پورې افغانان وژل کېږي، ودانۍ نړول کېږي نو ګټه یې چا ته رسېږي او د دې ټولو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.

ده و ویل«تاسو وګورۍ طالبانو په ارغنداب کې پر خلکو اوبه بندې کړې وې، درې لوی پلونه چې ۵۰ ملیونه ډالرو باندې جوړ شوي و، دوی والوځول، د خلکو په کورونو کې یې بمونه اېښي وو.»

ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د ده په وینا سبا په تور مخ خبرو ته کېني ولې، نن خبرو ته نه کېني او د افغانستان ستونزه ولې د خبرو له لارې نه خلاصوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونو او افغانانو جګړه نه ده بایللې، بلکې دا اوازې دي، چې له یوه او بل ځای نه به تلېفون ویل کېږي.

ملت ته خطاب!

افغان ولسمشر پر ملت هم غږ وکړ، چې بلې تشبې د دوزخ په دروازه ولاړ دي او له دې حالت څخه د وتلو لپاره پکار ده، چې ټول ملت سره یو موټی شي او هېواد له بحران او ناورین څخه وساتي.

هغه و ویل«ټولو افغانانو ته وایم، چې په مېړانه ودرېږۍ، که نه شپږ نسله به مو نور هم په جګړه کي وي، له لیبنان، سوریې، یمن... نه عبرت واخلۍ، بې اتفاقي مه کوۍ.»

له نظامه داخلي ورنکارو ته خبردارۍ!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې هغه کسانو ته هم خبرداری ورکړ، چې د نظام له داخله تخریب او د دښمن په ګټه کار کوي.

ښاغلي غني و ویل، چې نور یې د نظام له داخل څخه د تخریب کوونکو پر وړاندې د صبر کاسه ډکه شوې او جدي ترې غواړي، چې نور خپل تخریب کوونکي اعمال ودروي.

ولسمشر و ویل«څوک چې د نظام له داخل نه د دښمن مرسته کوي، که یې ونه دروي، پر وړاندې یې صبر نه کو، خلک مجرمین په خره چپه مختوري سپروي، خو موږ به دا کار نه ورسره کوو، بلکې قانوني چلند به ورسره وکړو.»

ښاغلی غني د نظام له داخله تخریبوونکو ته دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې تازه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او په ولسي جرګه کې د بادغیس د استازي امیرشاه نایبزاده غږیز کلپ په خواله رسنیو نشر شوی دی.

په دغه غږییز کلپ کې ښاغلي صالح د غور استازي نایبزاده ته وايي، چې چېرته یې او هغه په ځواب کې وايي، کابل کې دی.

ښاغلی صالح ورته زیاتوي، چې پرلپسې راپورونه ورته رسېدلي او دی هېڅ شک په کې نه لري، چې نایبزاده امنیتي ځواکونو ته وايي، چې طالبانو ته تسلیم شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال ورته زیاتوي، چې که دغه کار ته دوام ورکړي نو دوزخ ته به یې روان کړي.

نوموړي دغه وکیل ته زیاتوي، خاینه، ملت په څه حال کې دی او ته یې په برخلیک لوبې کوې، فکر کوې، زموږ لاس تر شاه تړلي، نه دې پرېږدم چې د ملت پر سر معامله وکړې، نورې خبرې درسره نه لرم، دوه ساعته وخت درکوم، که پښماني ونه کړې او له دغه کاره لاس په سر نه شې، دوزخ ته د لېږم.»

خو نایب زاده نن په یوه کلېپ کې د ښاغلي صالح خبرې رد کړې او وايي د ولسمشر لومړي مرستیال د ده سپکاوی کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ځینې منځګړي امنیتي ځواکونو ته ورغلي او له هغوی یې غوښتي، چې له جګړې پرته، پوستې، بېسونه، سیمې او ان ولسوالۍ طالبانو ته پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي