۰

روسیې او هند له مزارشریف ښار نه خپل ديپلوماتان ایستلي دي

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۴
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له مزارشریف ښار څخه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
روسیې او هند له مزارشریف ښار نه خپل ديپلوماتان ایستلي دي
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له مزارشریف ښار څخه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي چارواکو ویلي، دا پرېکړه موقتي ده او د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته خپل دیپلوماتان قونسلګرۍ کې ځای پر ځای کړي.

په ورته وخت کې د تاشکند کې هم چارواکو تایید کړې، چې روسیې مزار کې د خپلې قونسلګرۍ دیپلوماتان دغه ښار ته لېږدولي دي.

د مزار ځايي سرچینې او خبریالان هم تاییدوي، چې دا مهال مزار ښار کې د روسیې قونسلګري تړل شوې ده.

بل خوا هند هم له مزار شریف ښار څخه خپل ديپلوماتان ایستلي دي، خو چارواکو یې ویلي، چې د کونسلګرۍ چارې به د افغان او ځايي همکارانو پر مټ مخ ته وړل کېږي.

باید و ویل شي، چې هند وړمه ورځ له کندهار ښار نه خپل دیپلوماتان ایستلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي