۰

جرمني به په دوه میاشتو کې سلګونه نور افغانان هم انتقال کړي

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۳
د المان حکومت پلان لري، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې سلګونه نور سیمه ییز کارکوونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خپل هېواد ته انتقال کړي.
جرمني به په دوه میاشتو کې سلګونه نور افغانان هم انتقال کړي
د المان حکومت پلان لري، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې سلګونه نور سیمه ییز کارکوونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خپل هېواد ته انتقال کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، په پام کې ده، چې په هره اوونۍ کې کابو ۲۰۰ کسان له افغانستان څخه جرمني ته ولېږدوي.

سپیګل مجلې ویلي، دغه معلومات یې د المان د کورنیو چارو وزارت له یوې داخلي اعلامیې څخه تر لاسه کړي چې اړونده ادارو ته لېږل شوې ده.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې المان به دغه له ګواښ سره مخ افغانان او کارکوونکي د پاکستان له لارې خپل هېواد ته انتقال کړي.

د یادونې ده، چې د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته د تخلیې په عملياتو کې چې دوې اونۍ يې دوام وکړ تر ۵۰۰۰ ډېر کسان انتقال کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي