۰

کابل کې ماین چاودنې یو پولیس ټپي کړی دی

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.
کابل کې ماین چاودنې یو پولیس ټپي کړی دی
پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۴ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند باغ دواود سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د باغ دواود سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یوازې یو پولیس ټپی شوی دی او نوره مرګ ژوبله نه لري.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي