۰
د برېتانیا دفاع وزیر:

په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت پای ته رسېدلی له لرې یې څارو

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۰
د برېتانیا دفاع وزیر بن والېس وايي، په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت نور پای ته رسېدلی او دغه هېواد باید له لرې وڅارل شي.
په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت پای ته رسېدلی له لرې یې څارو
د برېتانیا دفاع وزیر بن والېس وايي، په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت نور پای ته رسېدلی او دغه هېواد باید له لرې وڅارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والېس دغه څرګندونې له خپل امریکايي سیال لویډ آسټن او نورو چارواکو سره تر لیدلې وروسته کړې او افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو شل کلن ماموریت بریالی بللی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې القاعده شبکه ختمه کړې او دغه شبکه اوس په هغه حد کې نه ده، چې پر امریکا او ملګرو یې بریدونه وکړي.

د برېتانیا دفاع وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت پای ته رسېدلی او اوس باید دغه هېواد له لرې وڅارل شي.

دی وايي،  ټول هڅه کوي چې پوځي وړتیاوې لوړې کړي څو د اړتیا په صورت کې وکړی شي په افغانستان کې خطرونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي