۰

څو شېبو کې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۵
سرچینې وايي، په څو شېبو کې به د افغان دولت د پلاوي او طالبانو د پلاوي تر منځ د سولې مذاکرات د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
څو شېبو کې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي
سرچینې وايي، په څو شېبو کې به د افغان دولت د پلاوي او طالبانو د پلاوي تر منځ د سولې مذاکرات د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونده نن شنبې د چنګاښ ۲۶ مه دوحه کې پیلېږي، چې د افغان دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوی مشري د دغه ډلې د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر پر غاړه ده.

ویل کېږي د غوندې لومړی اجنډا به پر اوربند خبرې اترې وي، خو تر اوسه یې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

باید و ویل شي، چې د سولې لپاره قطر ته د افغان دولت تللي پلاوي نن د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي دي.
 
خلیلزاد پرون ویلي، تمه ده، چې په دې ناسته کې پر اوربند موافقه وشي او وروسته دغه اوربند د تاوریخوالي د تدریجي کمولو سره اوږد شي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي