۰

امریکا د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي دي

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
سرچینې وايي، امریکا په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه له یوې میاشتې راهیسې تړلي دي.
امریکا د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي دي
سرچینې وايي، امریکا په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه له یوې میاشتې راهیسې تړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سفارت سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکايي حکومت د دغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سرچینې په وینا د مالي مسایلو په برخه کې دې چارې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.

پا واشنګټن کې افغان سفارت شاوخوا ۹۰ کارکوونکي لري، چې د بانکي حسابونو د تړل کېدو له امله یې معاشونه نه دي اخیستي او دغه رازا د پاسپورتونو د تمدید په برخه کې یې مالي مسایل له ستونزو سره مخ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي