۰

د امریکا او طالبانو خبرې بیا په ټپه درېدلې دي

شنبی ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
سرچینې وايي، امریکا د سولې په روان مذاکراتو کې طالبانو ته نوې غوښتنې مطرح کړې او په دې سره د دواړو لورو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې دي.
د امریکا او طالبانو خبرې بیا په ټپه درېدلې دي
سرچینې وايي، امریکا د سولې په روان مذاکراتو کې طالبانو ته نوې غوښتنې مطرح کړې او په دې سره د دواړو لورو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې وې او دواړو لورو ویل چې د سولې تړون لاسلیک ته بېخي نېږدې شوي دي.

هغه مهال پخوانیو طالب چارواکو ویل، چې د سولې په روان مذاکراتو کې ټول ستونزې او اختلافونه حل شوي او اوس مهال دواړه لوري یوازې د تړون د لاسلیک پر ځای او وخت خبرې کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او دغه راز د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې ټولې ستونزې ختمې شوې او دواړه لوري د تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.

په ورته وخت کې دا هم ورسره ویل کېږي، چې امریکايي لوري د طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو پر سره هم هوکړه کړې، خو اوس ویل کېږي، چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي کمولو په اړه وضاحت غوښتی دی.

سرچینې وايي، همدا خبره د دواړو لورو تر منخ لا هم نه ده حل شوې، چې له امله یې د سولې روان مذاکرات یو ځل بیا درېدلي دي.

د اسوشیدت پرس خبري اژانس د طالبانو د یو رسمي ویبسایټ په حواله لیکلي دي چې د سولې په خبرو کې د امریکا له غوښتنو  څخه پوزې ته راغلي دي.

راپور کې ویل شوي طالبان وايي سره له دې چې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه یې کړې ده خو بیا هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري نوې غوښتنې مخې ته کړي.

طالبانو دا غوښتنې واضح کړي نه دي خو واشنګټن د وخت په ضایع کولو تورن کړی او ویلي دي، له خلیلزاد سره مذاکرات د تاوتریخوالي د کمولو په تعریف باندې ځنډېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي