سرچینې وايي، د مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په نیوزیلنډ هېواد کې پناه اخیستې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې دانش د خپلې کورنۍ له ۱۴ تنو غړو سره یو ځای د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه چې د مرغومي ۳ مه نېټه راځي نیوزلنډ ته پناه وړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د دانش د کورنۍ په غړو کې د هغه زامن، ورور، ورېرونه او لمسیان شامل دی.
د یادونې ده، چې کابل ته د طالبانو به داخلېدو سره سم دانش هم د نورو لوړ پوړو چارواکو په څېر له هېواده لومړی ایران او بیا له هغې ځایه ترکیې ته ولاړ.
جمهورخبري آژانس:کابل