۰

کرزی: د جګړې ښکېل لوري د ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي

شنبی ۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۶
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتي، چې په خپل ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.
کرزی: د جګړې ښکېل لوري د ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتي، چې په خپل ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه غوښتنه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي، چې  ښکېلې خواوې دې د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړۍ، چې دواړه لوري باید له روانو دردونکو حالاتو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو او مصئونیت لپاره له جګړې لاس واخلي او په ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل او د کامیابي لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

ښاغلي کرزی وايي، په هېواد کې د پردۍ جګړې په نتیجه کې رامنځته شوې انساني فاجعه چې له امله یې زیات شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، د ټولو افغانانو د زړه درد او غم بولي.

پخواني ولسمشر د دې ترڅنګ چې له هغو هېوادوالو مننه کوي چې د خپلو بې ځایه شویو وطنوالو لاس نیوی یې کړی دی.

حامد کرزي له ټولو ملي سوداګرو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر يا يوناما هم غواړي څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې کډوالو، دردېدلو او بې ځایه شویو کورنیو ته ژر تر ژره اړینې او بشردوستانه مرستې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي