پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، افغانان باید اجازه ورنه کړي، چې د دښمنانو د نفاق اچولو دسیسې بریالۍ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي پرون شنبې د زمري ۸ مه د تخار ولایت له مخورو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.
ښاغلي کرزي زیاته کړې، بهرنیان په تېره د افغان ملت د یووالي دښمنان تل هڅه کوي چې دلته نفاق او د خلکو بېولولو ته لمن ووهي.
خو په وینا یې افغانان باید اجازه ور نه کړي چې د دښمنانو دغه ډول دسیسې بریالۍ شي.
په دې لیدنه کې د تخار ولسونو غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي دې بېرته فعال شي او د ښوونځیو دروازې دې له لومړي تر دوولسمه د نجونو پرمخ پرانیستل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې افغان خاوره یوازې د تعلیم او تحصیل په مرسته وده مومي او افغان ځوانانو ته باید د زده کړو او کار حق ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل