۰
حامد کرزی:

طالبان باید ملي مشروعیت تر لاسه کړي، پاکستان د افغانستان استازی نه دی

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۳
پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ملي مشروعیت تر لاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.
طالبان باید ملي مشروعیت تر لاسه کړي، پاکستان د افغانستان استازی نه دی
پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ملي مشروعیت تر لاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، طالبان کولی شي مشروعیت د ټاکنو یا هم د لویې جرګې له لارې تر لاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په هر هېواد کې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره ملي مشروعیت بنسټ دی نو ځکه باید طالبان لومړی د خپلې حکومتولۍ لپاره بنسټ کېږي چې هغه ملي مشروعیت دی.

هغه زیاته کړې«دا مشروعیت یا د ټاکنو یا هم لویې جرګې له لارې تر لاسه کېدای شي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د لویې جرګې له لارې مشروعیت راتلی شي.»

دغه پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت باید یو اساسي قانون ولري که څه هم دا قانون موقت وي.

ښاغلي کرزي ویلي«طالبانو د افغانستان شاهي اساسي قانون ته اشاره کړې خو په کار ده چې دغه قانون د یوه فرمان په ترڅ کې نافذ شي او بیا د درې رنګه ملي بیرغ – تور، زرغون، سور – تر چتر لاندې چې د افغانستان مختلفو قوانینو هغه د لویو جرګو له لارې تائید کړی، خپلې حکومتولۍ ته دوام ورکړي.»

حامد کرزي کابل ته د پاکستاني د استخباراتي ادارې د مشر جنرال فیض حمید راتګ او دغه راز په ځینو نړیوالو ستېجونو د پاکستان چارواکو څرګندونو ته په اشارې وايي، پاکستان د افغانستان استازی نه دی.

نوموړي له پاکستان او سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او له دوه مخو لوبو دې په شا شي.

هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره دې هڅه وشي، خو د نوي حکومت مشرانو ته هم په کار ده چې خپلې ژمنې پوره کړي، بشري حقونه رعایت کړي، د ملت خبرو ته غوږ کېږدي او د یوه با ثباته او خپلواک هېواد د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځینه وو په ګډون یوه ملي او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او اوسني مشران باید په دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي