د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ کړنې په کلکه غندلې وايي، په بولدک کې د خلکو سپکاوی ورته د زغملو وړ نه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي په چمن کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال و ویل، هر سړی دې په دې ځان پوه کړي چي بولدک کې د هېچا سره ناجايز سپکاوی نه زغمو، هېڅوک د چا د کور او سامان د بي عزتۍ حق نه لري.
ښاغلي اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې په بولدک کې د روان ظلم مخه ونيسي.
دی وايي، سپين بولدک ولسوالۍ د جګړې له لارې نه ده نيول شوې، او په وينا يي په زور د چا پلار هم نه شوای نيولای.
نوموړی وايي، د نړۍ زبرځواکو هېوادونو پرېکړه کړې چې خپلې جګړې د نورو په خاوره کې وکړي.
د هغه په وینا، امريکا او روسيې خپله جګړه په افغانستان کې وکړه او اوس چين او امريکا هم غواړي چې خپله جګړه همدلته وکړي.
اڅکزي ټینګار وکړ، تر چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ونه شي او د افغانستان ملي بیرغ پر ټول افغانستان ونه رپپيږي، سيمې ته سوله نه شي راتلای.
ده و ویل، د افغانستان جګړه ددغه هېواد خپلواکۍ ته د زيان رسولو په هڅو سره پېل شوې او د خپلواکۍ په ساتلو سره به يې پای ته رسېږي.
محمود خان اڅکزي له پښتنو سره د پاکستان پر توپيري چلند هم سختې نیوکې وکړې او ويې ويل چې اسلام آباد پښتانه دې ته اړ کوي چې پر وړاندې يې وسله واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل