رویټرز خبري آژانس د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي له قوله ویلي، چې په څو اونیو کې به طالبان د نوي حکومت اډانه اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز نن شنبې د زمري ۳۰ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د طالبانو حقوقي، مذهبي او د بهرني سیاست کارپوهان هڅه کوي، چې د نوي حکومت اډانه جوړه او په څو اونیو کې یې وړاندې کړي.
په ټوېټ کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
خو راپورونه وایي، د طالبانو مرسیتال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له کندهار څخه کابل ته راغلی او دلته له سیاسیونو سره د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې اترې روانې دي.
که څه هم د دغه خبرو جزیات هم نه دي په ډاګه شوي، خو په ورته وخت کې طالبانو له نړیوالو غوښتي، چې نور دوی په رسمیت وپېژني.
جمهورخبري آژانس:کابل