۰

ترکیه او روسیه: طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي

یکشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.
ترکیه او روسیه: طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي
د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان او ولادیمیرپوتین پرون شنبې د زمري ۳۰ مه د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، په دې تلېفوني خبرو کې د روسیې ولسمشر ویلي دا مهال په افغانستان کې وضعیت ښه دی او تمه لري، چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.
 
دواړو لورو دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتونکي دي.

دغه راز د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په افغانستان کې له راتلونکي دولت سره د همکاریو پر همغږۍ هم ټينګار کړی دی.

دوی ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او تېرې تېروتنې دې نه تکراروي.

ترکي او روسي ولسمشرانو همدا راز په افغانستان کې د یوه همه شموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر وړمه ورځ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلامېرکل سره هم په افغانستان خبرې کړې وې او ویلي یې و نړیواله ټولنه باید دا واقعیت ومني، چې طالبان کابو پر ټول افغانستان کنټرول لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي