۰
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی:

هېڅ ډله په یوازې سر حکومت نه شي کولی، موږ ټول شموله حکومت جوړو

پنجشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۷
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شیخ شهاب الدین دلاور وايي، دا فکر له سره غلت دی چې یوه ډله کولی شي په یوازې سر پر افغانستان حکومت وکړي.
هېڅ ډله په یوازې سر حکومت نه شي کولی، موږ ټول شموله حکومت جوړو
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شیخ شهاب الدین دلاور وايي، دا فکر له سره غلت دی چې یوه ډله کولی شي په یوازې سر پر افغانستان حکومت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دلاور چې نن پشنبې د وږي ۴ مه کابل کې د بېلا بېلو قومي مشرانو په یوه غونډه کې وینا کوله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې طالبان د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبان د یوه داسې ټول شموله حکومت د جوړلو په هڅه او لټه کې دي، چې ټول قومونه په کې ځان وګوري او حقوق یې خوندي وي.

ښاغلي دلاور و ویل«یوه ډله نه شي کولي په یوازې سر حکومت وکړي، دا تجربې مخکې هم شوې خو نتیجه یې نه ده ورکړې، اوس هم په یوازې سر دا هېواد چې ۴۰ کاله جګړو ځپلی پرمختګ نه شي کولی، موږ د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو هڅه او لټه کې یو، داسې یوه حکومت چې هر افغان او هر قوم په کې خپل ځان وبولي.»

د طالبانو د رهبرۍ شورا دغه غړي زیاته کړه، چې دوی د همداسې یوه قوي او مستحکم نظام او حکومت د جوړولو لپاره سلا مشورې پیل کړې دي او ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې کړی شي.

شیخ شهاب الدین دلاور یو ځل بیا ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو پر خلاف و ډاډ ورکړ، چې د عفوې له اعلان وروسته د دوی سر، مال او هر څه خوندي دي او دا د طالبانو مسوولیت دی، چې امنیت ته یې پاملرنه وکړي.

ښاغلي دلاور و ویل«نور جګړه پای ته رسېدلې، عمومي عفوه شوې، تېر په تېره هېر په هېره، هر څه چې شوي وو نور خلاص شول، نور موږ ټول سره وړوڼه یو. قسم په الله ج چې اوس موږ د ځان د امنیت په کیسه کې نه یو، بلکې د هغه کسانو امنیت راته لومړیتوب لري، چې ۲۰ کاله زموږ پر وړاندې درېدلي وو.»

د طالبانو د رهبرۍ شورا دغه غړي یو ځل بیا خلکو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې هېڅ کس حق نه لري، چې په یوه او بل نوم د چا څه مال واخلي او یا یې کور وپلټي.

ښاغلي دلاور دغه څرګندونې هغه راپورونو ته په غبرګون کې وکړې، چې ګنې کابل ته د طالبانو د راتګ سره سم د ځینو کسانو سره زور زیاتی شوی او کورونه یې پلټل کېږي.

شیخ دلاور و ویل«هېڅ کس حق نه لري، چې له چا موټر واخلي یا یې کور وپلټي، که چا درته ویل، چې موټر د راکړه او یا کور ته درغلل همدا غله دي، ځکه دلته هغه غله او لنډه غر چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې غلاوې کړې، غواړي اوس په یوه بل لباس کې خپل کار وکړي.»

د طالبانو د رهبرۍ شورا دغه غړي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې نور تېر په هیره او د راتلونکي لپاره او د هېواد د جوړونې او پرمختګ لپاره باید ټول لاسونه سره ورکړي او افغانستان ثبات ته ورسوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د رهبرۍ شورا یو بل غړي مولوي عبدالحق وثیق هم و ویل، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ یوازینی نخسه دا ده، چې پخوانی خبرې ټولې شاه ته واچول شي او د راتلونکې په اړه فکر وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې که نر دي او که ښخې دي، ټول د همدې خاورې دی او باید ډاډ ورکړل شي، غوښتنې یې واورېدل شي او د سلا مشورو پر بنسټ یې اقدامات وشي.

ښاغلي وثیق هم د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په ځینو سیمو کې طالبان د خلکو کورونه پلټي او یا یې څوک وژلي دي.

نوموړي و ویل«دا کوم منطق مني، چې لاس ته راغلی دښمن خوشی کړی او بیا نور په کورونو کې ګورې او وژنې یې، موږ د کندهار او هلمند تر نیولو وروسته سلګونه سرتېري خوشي کړل، نو څنګه دا خبرې امکان لري، البته دلته یو لوی بدلون راغلی، ځینې غلو به په یوه او بل نوم یا ځینو کړیو به له یوه او بل نامه په استفادې ځینې کارونه کړي وي، او ځینې خلک به ځورېدلي وي، خو دا طبعي ده، چې په یوه لوی بدلون کې ځینې پېښې کېږي.»

دغه طالب مشر د خپلو خبرو په پای کې پر ټولو هېواوالو غږ وکړ، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ټول لاسونه سره ورکړي او دا هېواد نور د پردیو له دسیسو وژغوري.

مولوي عبدالحق وثیق خبرداری ورکړ، چې که ځینې کړۍ او یا کسان د ځینو هېوادونو خبرو ته غوږ نیسي او یا د هغوی مشورې عملي کوي، نو دا بیا تېر ته د ستنېدو په مانا ده او د هېچا په ګټه نه ده.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي