۰

امریکا د افغانستان په اړه مجازي کنفرانس جوړوي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۵
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې له خپلو نړیوالو متحدینو سره په ګډه د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
امریکا د افغانستان په اړه مجازي کنفرانس جوړوي
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې له خپلو نړیوالو متحدینو سره په ګډه د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مجازي کنفرانس کې چې کوربه به یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وي، د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس نن په واشنګټن کې جوړ شي چې په کې به د امریکا نېږدې متحد هېوادونه، اروپايي ټولنه او د ناټو استازي هم ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې کنفرانس کې د اګسټ له څوارلسمې تر دې دمه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او تخلیې ماموریت او دغه راز د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه خبرې ولري.

دغه راز ویل کېږي، په دې کنفرانس کې به د امریکا پر راتلونکو پلانونو او له ملګرو هېوادونو سره د راتلونکې په اړه بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي