۰

روسیه او هند پر افغانستان خبرې کوي

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۴
ټاکل شوې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره وګوري او د افغانستان په اړه خبرې ورسره وکړي.
روسیه او هند پر افغانستان خبرې کوي
ټاکل شوې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره وګوري او د افغانستان په اړه خبرې ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه مکالمه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت د ارزولو په موخه د روسیې او هند د یوه ګډ پلټ فارم پر جوړولو هوکړه کړې وه.

په دې کې د روسیې او هند د ملي امنیت سلاکاران شامل دي او دوی به د سیمې وضعیت ارزوي.

هندي رسنۍ وايي، په نوې لیدنه کې به د افغانستان د وضعیت او احتمالي ګواښونو په اړه خبرې وشي او وروسته به د خبرو پایلې له رسنیو سره شریکې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، د افغانستان په اړه باید نړیوال کنفرانس جوړ شي او ټول هېوادونه دې پر ګډو ګټو بحثونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي