۰

روسي او امریکايي چارواکو د روسیې له نظامي اډو د افغانستان پر څارلو خبرې کړې

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۷
د امریکا او روسیې د پوځ مشرانو د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین پر هغه وړاندیز خبرې کړې، چې له مخې به یې امریکا په منځني ختیځ کې د روسیې له پوځي اډو استفاده کولی شي.
روسي او امریکايي چارواکو د روسیې له نظامي اډو د افغانستان پر څارلو خبرې کړې
د امریکا او روسیې د پوځ مشرانو د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین پر هغه وړاندیز خبرې کړې، چې له مخې به یې امریکا په منځني ختیځ کې د روسیې له پوځي اډو استفاده کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والسټرېټ ژورنال راپور ورکړی، د روسیې او امریکا د پوځ لوی درستیزانو په خپله وروستۍ لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنو او بېړني اقدام په اړه د امریکایي ځواکونو له لوري د روسي اډو د استفادې په تړاو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، له دغه اډو د استفادې وړاندیز ویلاديمیر پوتین کړی و، خو تر دې دمه روښانه نه ده چې هغه په دې مسئله کې جدي وو او کنه.

اوس امریکایي لوري له روسي چارواکو سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي او تمه لري چې روسیه په دې برخه کې رښتینې همکاري ورسره وکړي.

امریکا په دې لټه کې ده چې په سیمه کې نظامي اډې ولري او له هغه ځایه وکړی شي افغانستان وڅاري او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بېړنی اقدام وکړي.

د روسیې له لوري بیا وړاندیز شوې نظامي اډې په تاجکستان او قزاقستان کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي