د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې ۱۶۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنې وزارت له لوري نن شنبې د تلې ۱۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د کار دا رمینه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ برابرېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې ادارې په همکارۍ به د جوزجان د شبرغان د ځنګل باغ د بیارغونې په موخه د دې ولایت ۱۶۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې تړاو د جوزجان د کرنۍ رییس قاري عبیدالله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مسوول سره لیدلي او د خپلو کاري برنامو او فعالیتونو په هکله خبرې ورسره کړې دي.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل د یوزر او ۶۲۰ کارګرانو د ګمارنې په اړه ویلي، له دې ډلې ۵۰۰ یې د منګجک په ولسوالۍ کې، ۵۰۰ د مردیان په ولسوالۍ کې، ۵۰۰ د شبرغان او ۶۲۰ نور یې د شبرغان ځنګل باغ او د یادو ولسوالیو د قوریو او ویالو پاکولو کې ګمارل کېږي.
په همدې حال کې، د «ORD» له لارې هم د شوبي افغانیه، یکهباغ، صوفیقلعه، افغانتپه، سالمزان او شبرغان ځنګل باغ کې ۲۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
د جوزجان ولایت د کرنې مسوول د یادې موسسې له کارونو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ د شبرغان په ځنګل باغ کې د جدي او لا ډېرو کارونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل