د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بانګ افغان سوداګرو ته تازه په تازه بانکي اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، سوداګر کولای شي، د نړيوالو پولي معاملو يا TT په وسيله خپلې سوداګريزې چارې مخته يوسي.
سرچینه وايي، خوراکي توکي، طبي او زراعتي درمل، احتزاقي توکي، روغتيايي توکي، د صنعتي توليداتو خام مواد او پرزه جات، اړين ترانسپورتي او مخابراتي اجناس، د بريښنا د پيسو تحویلول او دغه راز د سيستمونو د حفظ او مراقبت لپاره د پيسو لېږد رالېږد د بانکي اسانتياوې تازه برخې دي.
افغانستان بانک ژمنه کړې، چې هېوادوالو ته به د بانکي او سوداګريزو اسانتياوو د زیاتولو هڅه او خپل عادي وضعيت ته د بانکي نظام د ستنولو لپاره کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل