۰

د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته راځي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۸
راپورونه وايي، کېدای شي د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته راشي، خو تر اوسه یې د راتلو کره نېټه نه ده معلومه.
د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته راځي
راپورونه وايي، کېدای شي د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته راشي، خو تر اوسه یې د راتلو کره نېټه نه ده معلومه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګارډین ورځپاڼې ویلي، د اسلامي هېوادونو په هغو وزیرانو کې چې ډېر احتمال شته کابل ته لاشي د ترکي او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران هم شامل دي.

کابل ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سفر موخه دا ښودل شوې، چې دوی به طالبان دې ته وهڅوي، چې له زده کړو د نجونو او ښځو مخنیوی ونه کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپلې اندونیزیايي سیالې رتنو مرسودي سره په ګډ خبري کنفرانس کې تایید کړې، چې ښايي افغانستان ته ولاړ شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي«موږ د افغانستان وضعیت له نژدې تعقیبوو، موږ په راتلونکي وخت کې د اسلامي هېوادونو له یو شمېر نورو بهرنیو چارو وزیرانو سره کابل ته ځو.»

ښاغلي اغلو ټینګار کړي، چې د اندونیزیا له باندنیو چارو وزیرې اغلې مرسودي سره په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې په دې پلان خبرې وکړې او ځینو نورو دوستو هېوادونو دا نظر ډېر خوښ کړ.

ده زیاته کړه «موږ به په راتلونکو ورځو کې دا سفر پلان کړو.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا سفر به د افغانستان لپاره د بشري ملاتړ د ښه کولو لپاره هم شرط هم کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي