راپورونه وايي، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان کډوالو او افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن مېرکل ویلي، دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي.
نوموړې زیاته کړې، چې نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي.
د غه راز مېرکل وايي، له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.
د یادونې ده، چې په وروستیو کې زرګونه افغانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ کوښښ کوي خو د راپورونو له مخې پر دغه لارو سخت بندیزونه وضع شوي او کډوالو ته ان د سر خطر هم شته دی.
جمهورخبري آژانس:کابل