۰

پر غني نیوکې او له طالبانو دفاع، خلیلزاد امریکا له طالبانو سره تعامل ته وهڅوله

پنجشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورونه پورې کړي او هغه یې د حکومت د سقوط لامل بللی دی.
پر غني نیوکې او له طالبانو دفاع، خلیلزاد امریکا له طالبانو سره تعامل ته وهڅوله
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورونه پورې کړي او هغه یې د حکومت د سقوط لامل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نه یوازې پر ښاغلي غني نیوکې کړې، بلکې طالبان یې ستایلي او امریکا یې له هغوی سره یو ډول تعامل ته هڅولې ده.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې مخکنی ولسمشر غني یو سرتمبه او ځان غوښتونکی انسان بللی وایي، د هغه سرتمبګي او د افغان چارواکو ځانغوښتنو له امله مخکنی حکومت وپاشېده.

ده په یوه انلاین غونډه کې له دې هم پرده پورته کړې، چې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفه وه، خو د ده په وینا له فساده په ډکو ټاکنو کې اشرف غني ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د نړیوالو یوې مشورې ته یې هم ارزښت ور نه کړ.

دغه پخوانی امریکايي دیپلومات زیاتوي، په ځلونو یې ښاغلي غني ته ویلي، چې باید له طالبانو سره د ګډ حکومت لپاره کار وکړي، موقت حکومت دې جوړ شي، جګړې دې ودرول شي او اجازه دې ورکړل شي چې امریکايي عسکر له افغانستان ووځي.

خلیلزاد د دې تر څنګ چې پر ښاغلي غني نیوکې کړې طالبان یې ستایلي چې پر خپلو ځینو کړیو ژمنو تر اوسه پورې ولاړ دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د بایډن حکومت باید له طالبانو سره تعامل او خبرې وکړي، تر چې په افغانستان کې د بشري بحران له کمولو سره مرسته وکړي.

دی وايي، طالبان د امریکا سره د عادي اړیکو غوښتونکي دي او غواړي امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او بندیزونه پای ته ورسوي.

ده زیاته کړه «موږ ته پکار ده چې له دوی سره کېنو او د لارې پر یوې داسې نقشې موافقه وکړو چې د بې اعتمادۍ مسله په کې مطرح کېږي یا بې اعتمادي له منځه ځي او د دوی د چلند په اړه داسې خبرې کېږي چې موږ یې غواړو.»

د خلیلزاد په وینا طالبان په یو نه یو ډول بدل شوي او د امریکا پر ضد تروریستي ډلو ته د پلان جوړولو د اجازې نه ورکولو په موافقه ولاړ دي.

ده دا خبرداری هم ورکړی چې که د اوسنی حکومت ملاتړ ونه شي او سره وپاشل شي، نو افغانستان کې د ناورین او کورنیو جګړو رامنځ ته کېدو ګواښ زیات دی او دا کار به سیمه هم بې ثباته او ترهګرۍ ته ځاي ځایګی جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي