۰

تاجکستان او چین افغان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیلوي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له چین سره به په ګډه د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي.
تاجکستان او چین افغان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیلوي
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له چین سره به په ګډه د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د چین د عمومي امنیت له وزارت سره د شوې هوکړې له مخې د دغه ګډو پوځي مانور لپاره چمتوالی روان دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه پوځي تمرینات به د تاجکستان بدخشان ولایت کې افغان پولې ته څېرمه د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تر سره شي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې پوځي تمرینات به کله پیل شي، خو زیاته کړې یې ده، چې چمتوالی ورته روان دی او لګښت یې د چین دولت ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي