۰

د ترویکا غونډه دا ځل په اسلام آباد کې جوړېږي

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۵
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي.
د ترویکا غونډه دا ځل په اسلام آباد کې جوړېږي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، د ترویکا غونډه روانه اونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي او په هغه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

نوموړي کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ښایي په همدې راتلونکو درېیو ورځو کې دغه غونډه ترسره شي.

ترویکا د افغانستان په اړه د روسیې ش لوري رامنځ ته شوی فلټ فارم دی چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه برخه لري او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل دي.

د یادونې ده، چې د دې غونډو دوه مخکیني پړاوونه په روسیه کې ترسره شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي