۰

روسیه په افغانستان کې پر ځینو اقتصادي پروژو کار پیلوي

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې پر ځینو اقتصادي پروژو کار پیل کړي.
روسیه په افغانستان کې پر ځینو اقتصادي پروژو کار پیلوي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې پر ځینو اقتصادي پروژو کار پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کابلوف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه څرګندونې د افغانستان د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برارد سره لیدنه کې کړې دي.

د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر وايي، کابلوف ویلي چې له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.

کابلوف ویلي، کابل ته د نوموړي د سفر یوازینۍ موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړي کول او په هغو برخو کې ګډ کار کول دي چې افغانستان ورته تر نورو ډېره اړتیا لري.

په همدې حال کې ملا برادر په بشري او امنیتي برخو کې د روسیې د مرستو مننه کړې ده او په نړیوالو فورمونو کې یې د افغانستان په اړه د روسیې دریځ ستایلی دی.

دغه راز کابلوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي متوازنه، د سیمي او نړۍ د هېوادونو په ګټه ده.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، کابلوف دغه رازد نوي سرپرست حکومت لاسته راوړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې روسیه د ښو امکاناتو په لرلو سره کولی شي یو شمېر پراختیایي پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې متقي ویلي چې نوی حکومت د سیمه ییز امنیت او اتصال برخې ته جدي توجه لري او غواړي چې افغانستان د اسیا زره په حیث د سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي