۰

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام استرالیا وګاټه

دوشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۷
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ شل اوریزه سیالیو اتلولي استرالیا وګټله او دا لومړی ځل دي، چې استرالیا د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ګټي.
د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام استرالیا وګاټه
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ شل اوریزه سیالیو اتلولي استرالیا وګټله او دا لومړی ځل دي، چې استرالیا د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ګټي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه جام پای لوبه پرون یکشنبې د لړم ۲۳ مه د استرالیا او نیوزیلنډ تر منځ وه، چې لومړۍ توپ وهنه نیوزیلنډ لوبډلې وکړه.

نیوزیلنډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د کپتان ویلیمسن د ۸۵ منډو په کولو سره استرالیا ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

خو په مقابل کې استرالیا لوبډلې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹ اور کې ورکړی هدف پوره او په دې توګه یې په لومړي ځل د شل اوریز کرکټ نړیوال جام وګاټه.
 
د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلان له مخې به د دغو سیالیو ګټونګي او اتل ټیم ته ۱.۶ میلیون ډالر او دویم مقام والا ته به ۸۰۰ زره ډالر ورکوي.

همدغه راز په نیمه پایلوبو (سیمې فاینل) کې به بایلونکې هرې لوبډلې ته ۴۰۰زره ډالر ورکوي.

د ۱۲ لوبډلو په هر بري سره هرې لوبډلې ته ۴۰زره ډالر جایزه په پام کې نیول شوې وه.

د یادونېد ه، چې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په هرو دوو کالونو کې یو ځل کیږي.

تېرکال د کروناویروس له کبله دا سیالۍ ونه شوې خو بل شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۲۲ کې په استرالیا کې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي