۰
لیزا کورتیس:

خلیلزاد طالبانو ته لابي کوله، د سولې تړون کې یې ډېر امتیازات ورکړل

چهارشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۲
د منځنۍ او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت استازې او د دوحې خبرو کې د خلیلزاد همکارې لیزا کورتېس ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې د سولې تړون کې د طالبانو لپاره لابي کوله.
خلیلزاد طالبانو ته لابي کوله، د سولې تړون کې یې ډېر امتیازات ورکړل
د منځنۍ او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت استازې او د دوحې خبرو کې د خلیلزاد همکارې لیزا کورتېس ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې د سولې تړون کې د طالبانو لپاره لابي کوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کورتېس ټینګار کړی، چې خلیلزاد له افغان سولې د خبرو په دوران کې تل هڅه کوله، چې طالبانو ته ډېر امتیازات ورکړي او په وینا یې خلیلزاد ډېر امتیازات ور هم کړل.

نوموړې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته زیاته کړې، خلیلزاد د ټولو د استدلال برعکس، چې د طالبانو د نه بدلیدو په اړه یې درلود، ادعا لرله چې دا ډله بدله شوې او روغه ورسره کېدای شي.

مېرمن کورتېس دا هم ویلي، چې د پينځو زرو طالب بندیانو د خوشې کېدو او بدو پایلو مسوولیت ټول زلمي خلیلزاد ته ورګرځي، ځکه په وینا یې همدا خلیلزاد و، چې د دغو بندیانو د خوشې کېدو ټینګار یې درلود او د هغوی د خلاصون او ډېرو ګواښونو سبب شو.

که څه هم خلیلزاد تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت پر پخواني حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني او افغان سیاسیونو اچولی دی.

خو ډېری نور امریکايي چارواکي ان په دې اند دي او وايي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي لامل د دوحې تړون او د خلیلزاد ناسمه دیپلوماسي وه.

ان ځینو امریکايي سیاسیتوالو خو د دوحې تړون د ناکامېدو له امله د خلیلزاد د محاکمې غوښتنه هم کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي