۰
روسیه:

امریکا افغانستان د فساد په ځاله بدل کړی، لا هم د دې بحران د پراختیا په لټه کې ده

یکشنبه ۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امریکا افغانستان د فساد په ځاله بدل کړی، دغه هېواد کې یې بحران رامنځ ته کړی او لا هم د دې بحران د پراختیا په لټه کې ده
امریکا افغانستان د فساد په ځاله بدل کړی، لا هم د دې بحران د پراختیا په لټه کې ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امریکا افغانستان د فساد په ځاله بدل کړی، دغه هېواد کې یې بحران رامنځ ته کړی او لا هم د دې بحران د پراختیا په لټه کې ده

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.

نوموړې زیاته کړې، د دې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ ته کړی چې افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده په ټینګار سره وايي، امریکا ته په کار وه، چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وی، خو برعکس دغه هېواد لا هم د بحران د پراختیا په لټه کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي