۰
روسیه:

د سپټمبر ۱۱ مې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنۍ ورکړه د بایډن پوچ تصمیم دی

سی شنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه اقدام ته چې غواړي د افغانستانۍ د شتمنۍ یوه برخه کې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته ورکړي سخت غبرګون ښودلی دی.
د سپټمبر ۱۱ مې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنۍ ورکړه د بایډن پوچ تصمیم دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه اقدام ته چې غواړي د افغانستانۍ د شتمنۍ یوه برخه کې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته ورکړي سخت غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بایډن دغه اقدام یو پوچ تصمیم بللی وايي، امریکا د افغانستان د ملي شتمنۍ په کنګل کولو سره په دغه هېواد کې انساني بحران زیات کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاراووا وايي، د سپتمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته د افغانستان مرکزی بانک له شتمنیو څخه د نیمو زیاتو پیسو ورکړه د واشنګټن یو پوچ امر دی.

نوموړې ویلي، په دې سختو انساني شرایطو کې چې دا هم د امریکا او د ناټو د متحدانو د نظامي ماتې له امله رامنځ ته شوي، واشنګټن په واقعیت کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي او د کابل د نویو چارواکو چې د یوه عادي ژوند جوړول غواړي پر وړاندې د خنډونو رامنځ ته کولو په لټه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټينګار کړي، چې د امریکا دا اقدام چې د افغانستان څه باندې ۷ میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړې، د سپینې ماڼۍ د هغه ادعا په اړه چې دوی له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې صادق دي، پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې جمعې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د افغانستان له کنګل کړیو پیسو څخه ۳.۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې.

د بایډن دغه اقدام په، افغانستان، امریکا او ان ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپارول او دا پرېکړه یې یو غیر انساني او غیر اخلاقي عمل وباله.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمان، د بشري حقونو د څار ادارو، چین، ایران او ان خپله امریکايي وګړو د بایډن دغه اقدام په کلکه غندلی او دا یې د افغانستان د بېوزله ملت د شتمنۍ غلا بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي