راپورونه وايي، نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې ۱۰ میلیارد ډالر پانګې څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو په خوشي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د یاد بانک د دوه سرچینو له قوله ویلي، چې دغه پیسې به د خوړولو نړیوال سازمان او یونیسف ته په واک کې ورکړل شي.
د سرچینې په وینا دغه ادارې به یاد پیسې د افغانستان د ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ راپورونو کې ویل کېدل، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان له کنګل شویو پیسو د ۵۰۰ میلیون ډالرو په آزادو بحث کوي او ښايي آزادې یې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل