۰
ملګري ملتونه:

د افغانستان وضعیت ښه نه دي، نړیوال باید ورسره مرستې وکړي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۹
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مسوول ماریټن ګریفټ د افغانستان د وضعیت په اړه ژوبه اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې له دغه هېواد سره د نړیوالو پر مرستو ټینګار کړی دی.
د افغانستان وضعیت ښه نه دي، نړیوال باید ورسره مرستې وکړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مسوول ماریټن ګریفټ د افغانستان د وضعیت په اړه ژوبه اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې له دغه هېواد سره د نړیوالو پر مرستو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګریفټ په تازه څرګندونو کې ویلي، ملګري ملتونه تر خپلې وسې هڅه کوي چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستې ورسوي، خو دغه هېواد پراخو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.

د ګریفټ په وینا ملاتړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، بشري ځواک د پیاوړتیا، کارکوونکو د روزنې، بنسټیزو پروژو د رغونې، پراختیايي کارونو او اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، یوازې بشردوستانه مرستې د افغانستان درد نه شي دوا کولی بلکې ددغه هېواد د دایمي ودې او پرمختګ لپاره د نړیوالو پراخو اقتصادي مرستو ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي