۰

امریکا: زموږ پالیسي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نه زیانمنوي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ پالیسي له دغه هېواد سره بشردوستانه خدماتو ته زیان نه رسوي.
امریکا: زموږ پالیسي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نه زیانمنوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ پالیسي له دغه هېواد سره بشردوستانه خدماتو ته زیان نه رسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې له ټولو موسساتو، لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو سره په اړیکه کې دي او دوی لا ډېرو بشردوستانه خدماتو ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی ورسره په ځينو مواردو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي، له همدې امله امریکا د دې غوښتونکي ده چې د یادو موسساتو په چارو کې دې مداخله نه کېږي او امریکا یې د بشردوستانه خدماتو بشپړ ملاتړ کوي.

توماس وېسټ ډاډ ورکړي، چې د امریکا پالیسي به هېڅ وخت بشردوستانه خدمات زیانمن نه کړي او په خبره یې فعالیتونو ته یې هېڅ راز خنډ نه جوړېږي.

د هغه په وینا، د بشردوستانه خدماتو، بشري حقونو، اقلیتونو او ښځینه وو د حقونو په اړه یې خپل لیدلوری په واضح توګه د افغانستان له نوي حکومت سره شریک کړی دی او په دې برخه کې نرمښت نشته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي