امریکا د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له پرونۍ غونډې او د هغوی له پرېکړو هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه د دغه سازمان له پرېکړو هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا د دې ملاتړې ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشي او په دې اړه د اسلامي همکاریو سازمان پرېکړې او غوښتنې د پام وړ دي.
وېسټ دا اقدام هم ستایلی چې د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه ځانګړی استازی ګوماري او هغه به له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو د همغږي کولو او تنظیم مسوولیت لري.
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان پرون د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې غونډه وکړه او په غونډه کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو پر مېکانیزم هوکړه وکړه.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پرڅرنګوالي بحثونه کوي.
همدارنګه سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره به هڅه کوي، دغه سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او هغه به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې کار او همکاري کوي.
دغه راز به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي.
د اسلامي همکاریو سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.
جمهورخبري آژانس:کابل