د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو پر دوام او پراختیا د ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو د افغانستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په اسلام آباد کې د ځانګړې لیدنې پر مهال ویلي، ترکي سوداګر او کمپنۍ به ژر په افغانستان کې کارونه پيل کړي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې متقي دغه راز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبدالهیان سره هم په افغانستان کې پر امنیتي او بشري وضعیت او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې کړې دي.
بلخي ویلي چې عبدالهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل