له افغانستان سره د مرستو د لړۍ په ترڅ کې کاناډا هم تازه له دغه هېواد سره د ۵۶ میلیون امریکايي ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته د کاناډا د پراختيا وزارت له خو د افغانستان سره د بشري ناورين د مخنیوي لپاره اعلان شوې دي.
کانډايي چارواکي وايي، دا مرسته د ملګرو ملتونو او نړيوال سره صليب کمېټې د مرستې ټولولو له ګډ کمپاين سره د همکارۍ په توګه شوې او د نړیوالو مرستندویه ادارو په وسيله په افغانستان کې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په تازه ګام کې افغانستان کې د څه باندې ۲۴ میلیون لوږې سره مخ افغانانو د بشري ناورين د مخنیوي لپاره په کال کې څلور نیم میلیارده ډالره غوښتنه کړې ده.
کانادا پر داسې مهال له افغانستان سره د مرستې اعلان کوي، چې پرون جاپان هم ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالر او ایټالیا بیا له ۲۱ میلیونه زیاتو یورو مرسته اعلان کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل