برېتانیا غواړي له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر خپلې مرستې دوه برابره ډېرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره برېتانوي دیپلومات کېسټین ترنر په تازه څرګندونو کې کړې او ویلي یې دي، چې هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې، برېټانیا له افغانستان سره د ۲۸۶ میلیونه پونډه بشردوستانه مرستې اعلان کړی دی او پر دې به ۷۵ میلیونه پونډه نور هم ورزیاتوي.
دی وايي،برېټانیا غواړي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي او هڅه یې دا ده چې مرستې یې مستقیم پر اړمنو کسانو ووېشل شي، خو د مرستو په لېږد کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
برېټانوي ديپلومات تمه ښوودلې چې هېوادونه وکړی شي په ګډه په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل