۰

ترکیه: له قطر او امارتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر مدیریت کوو

سی شنبه ۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۱
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، هېواد یې د قطر او متحده عربي اماراتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر ښايي مدیریت کړي.
ترکیه: له قطر او امارتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر مدیریت کوو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، هېواد یې د قطر او متحده عربي اماراتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر ښايي مدیریت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو په یوه خبري ناسته کې ویلي، وړاندې له دې چې طالبان پر کابل واکمن شي، ترکیې د کابل د هوايي دګر د نظامي برخې ساتنه د ناټو په چوکاټ کې کوله، خو غیر نظامي برخه یې د یوه امارتي شرکت له خوا رهبري کېده.

خو په وینا یې اوس ترکیه له قطر سره توافق ته رسېدلې او تازه یو فني پلاوی له ترکیې څخه په دې برخه کې د قطر سره د همغږۍ لپاره دوحې او کابل ته سفرونه کړي دی.

اوغلو ویلي، چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت وړانديز د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زید آل نهیان ترکیې ته د سفر پر مهال کړی و او د دې تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم په دې برخه کې وړاندیزونه کړي دي.

د هغه په خبره تر اوسه په دې برخه کې کوم ځانګړی وړاندیز ګډونوالو لپاره خوا نه دی شوي او له قطر سره هم تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي شوې، خو په وینا یې که توافقات وشول نو د افغانستان پنځه هوايي دګرونه به د ترکیې، قطر او اماراتو له خوا په ګډه مدیریت کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي