۰

د ایران ولسمشر: طالبان دې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

شنبی ۱۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
د ایران ولسمشر محمد ابراهیم رییسي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې باید ټول ګډونه حکومت جوړ کړي تر څو هر خوا په کې خپل ځان وګوري.
د ایران ولسمشر: طالبان دې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي
د ایران ولسمشر محمد ابراهیم رییسي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې باید ټول ګډونه حکومت جوړ کړي تر څو هر خوا په کې خپل ځان وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رییسي په تازه وینا کې ټینګار کړي، چې د افغانستان ټول خلک باید په ټول شموله حکومت کې ګډون ولري.

د هغه په وینا ایران په دې برخه کې هڅې کوي، ځکه په وینا یې په افغانستان کې امنیت د ایران امنیت تضمینولای شی او پر عکس ناامني یې د ایران امنیت او ثبات ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د ایراني مشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

اسلامي امارت وايي، دوی نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د اسلامي امارت په وینا د دوی حکومت ټول ګډونه دی او په دې برخه کې لا نورې هڅې هم روان دي دي او دا د افغانستان داخلي موضوع ده، چې څه ډول حکومت جوړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي