۰

کابل او خوست کې ۱۴ انسان تښتوونکي نیول شوي

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل او خوست ولایت کې د انسان تښوونکو دوه ډلې نیولې او یو تن یې ترې ژغورلی دی.
کابل او خوست کې ۱۴ انسان تښتوونکي نیول شوي
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل او خوست ولایت کې د انسان تښوونکو دوه ډلې نیولې او یو تن یې ترې ژغورلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو کابل کې ۷ تنه انسان تښتونکي نیولي دي.

سرچینه زیاتوي،  دغو انسان تښتوونکو یو سړی چې څه موده مخکې یې تښتولی و د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند خیرخانه سیمه کې په یوه کور ساته چې د عملیاتو پر مهال تښتول شوی کس هم د دوی له منګولو وژغورل شو.

په اعلامیه کې ویل شوي، انسان تښتوونکو د یاد تښتول شوي کس له کورنۍ څخه د ۴ لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

نیول شویو کسانو د انسان تښتونې په څو پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

په ورته وخت اسلامي امارت په خوست کې هم د انسان تښتوونکو د یوې ۷ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، طالبانو ‏د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د مشهور انسان تښتوونکي مجاهد په ګډون اووه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د دغو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي