۰

د ننګرهار د بټي کوټ د امنیت امر وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشير په یوه پېښه کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د بټي کوټ د امنیت امر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشير په یوه پېښه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، عابد بشري په دغه ولسوالۍ کې د یوې شخړې د حل په موخه سیمې ته تللی و، چې د شخړې یوه لوري پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

دوی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د عابد بشیر یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.

چارواکو ویلي، د پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی او وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي