۰

تاجکستان هم له افغانستان سره بشري مرستې کوي

پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۸
د تاجکستان حکومت هم د افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کړی او وايي، په نېږدې راتلونکې کې به خپلې بشري مرستې دغه هېواد ته ولېږي.
تاجکستان هم له افغانستان سره بشري مرستې کوي
د تاجکستان حکومت هم د افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کړی او وايي، په نېږدې راتلونکې کې به خپلې بشري مرستې دغه هېواد ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدین په یوه خبري ناسته کې کړې ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې هېواد به یې ژر افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو په لاس خپلې بشري مرستې واستوي.

ښاغلي مهرالدین د دغو مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې تاجيکستان د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کيدو خبر ورکوي.

ياد شوي هېواد له طالبانو سره له پیله ترينګلې اړيکې لرلې او د دواړو لوريو ترمنځ د نظامي تقابل تر کچې د ناندريو اټکل کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي