۰

المان له افغانستان سره ۱۲۴ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۳
المان د افغانستان سره د کابو ۱۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان کړي، چې د ماشومانو په برخه کې به لګول کېږي.
المان له افغانستان سره ۱۲۴ میلیون یورو مرسته اعلان کړه
المان د افغانستان سره د کابو ۱۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان کړي، چې د ماشومانو په برخه کې به لګول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، د المان ۱۲۴.۹ میلیون مرسته شوې یورو به یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ته ورکول کېږي او هغوی به یې د افغان ماشومانو د ستونزو د حل برخه کې لګوي.

المان وايي، له دې مرستو به د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو په برابرولو، له لوږې سره د مبارزې او نورو برخو کې استفاده کېږي.

آلمان تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره به یې بشردوستانه مرستې ادمه ولري.

په ورته وخت یونسیف بیا په تازه څرګندونو کې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی و، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي