۰

پاسپورټ ریاست بېرته خپل فعالیت پیل کړ

یکشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
د افغانستان د پاسپورټ ریاست ویلي، چې په کابل کې ېې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.
پاسپورټ ریاست بېرته خپل فعالیت پیل کړ
د افغانستان د پاسپورټ ریاست ویلي، چې په کابل کې ېې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، د کابل اوسېدونکو ته د تېر په شان بيا پاسپورټونه ویشي او مراجعين ورته ورتللی شي.

د پاسپورټ ریاست د کارونو د ځنډ لامل د پاسپورټ په اړوندو ځینو ماشينونو کې تخنيکي ستونزې ګڼل شوې وې.

د یادونې ده، چې دغه ریاست وړاندې هم څو ځلې خپل فعالیت پیل کړ خو تر لنډې مودې وروسته به یې بېرته ودراوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي