۰

د کابل په ګډون ټول دولتي پوهنتونونه پیل شول

شنبی ۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پیل شول.
د کابل په ګډون ټول دولتي پوهنتونونه پیل شول
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پیل شول.

د کابل پوهنتون ویاند رحیم الله ندیم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې کابل پوهنتون نن شنبې د کب ۷ مه پیل شوی او نور به محصلین په منظمنه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه بهیر لومړی له ګرمسېرو سیمو پیل شو چې له نږدې شاوخوا اتو میاشتو وروسته محصلین پوهنتونونو ته وروګرځېدل.

د پوهنتونونو محصلینو، خوښي ښودلې چې له اوږده ځنډه وروسته خپلو زده کړو ته بیا دوام ورکوي.

دوی وايي چې پوهنتونونو کې د زده کړو د بیا پیل لپاره يې شېبې شمېرلې. د تېر حکومت له پرځېدو وروسته دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ وتړل شول.

لوړو زده کړو وزارت وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ښځینه محصلین به د سهار به ۷:۳۰ تر ۱۱:۳۰ پورې زده کړې کوي او هلکان به له غرمې وروسته د مازیګر تر ۳:۳۰ پورې زده کړو ته دوام ورکوي.

دغه راز محصلینو ته لارښوونه شوې، چې شرعي حجاب مراعت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي