۰

کورنیو چارو وزارت د چاڼیزو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت کابل او ځينو ولایتونو کې د پیل کړیو چاڼیزو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت د چاڼیزو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت کابل او ځينو ولایتونو کې د پیل کړیو چاڼیزو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه عملیاتو موخه کابل ښار کې د خلکو د امنیت خوندیتوب او د جنايي پېښو مخنیوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا عملیات د ګذر د وکیل او د جومات د ملا امام سره په مشوره او د هغوي په حضور کې ترسره کېږي او اوس هم دوام لري.

وزارت ویلي، که احیانا ستاسې کور ته د ګذر د وکیل او ملا امام له حضور پرته څوک د مجاهد په نوم درغلل ‏د کورنیو چارو وزارت د امنیت داخلي د قطعې سره فورا اړیکه ونيسۍ.

سرچينې زیاته کړې که د چا سره ناقانونه وسله وی مخکې له دې چې ورسره ونیول شي همدې شمیرو ته دې زنګ ووهي او وسله دې ورته وسپاري.

کورنیو چارو وزارت د روانو عملیاتو په اړه وضاحت پر داسې مهال ورکوي، چې د عملیاتو پیل یې له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شو.

ګڼ شمېر خلکو د دغه عملیاتو د پیل هرکلی کړی وایي، له دې سره به امنیت خوندي او جنایي پېښې به صفر ته ورسېږي، خو ځینو بیا دغه عملیاتو ته سیاسي رنګ ورکړی او امنیتي ځواکونه یې په ناوړه چلند تورن کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي