۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې خو لوږه ډېره شوې

سی شنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې، خو بېوزلي او لوږه ډېره شوې ده.
افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې خو لوږه ډېره شوې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې، خو بېوزلي او لوږه ډېره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، چې افغانان د بېوزلۍ او لوږې له امله له بې مخینې ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

ملګري ملتونه وایي، د بېوزلۍ له امله د بشري حقونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او دې وضعیت تر ټولو ډېر د ماشومانو پر ژوند اغېز کړی دی.

دغه ادارې همدا راز ویلي چې په ځينو مواردو کې د بشري حقونو وضعیت ته خطرونه جوړ دي، چې باید د خبرو له لارې ستونزې حل کړل شي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې میلیونونه وګړي لا هم بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او ښه به وي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه ختم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي