۰

افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر کابو ۶ میلیونه دی

یکشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۰۲
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او اېم وایي، افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه ته رسېږي.
افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر کابو ۶ میلیونه دی
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او اېم وایي، افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه ته رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون شنبې د کب ۲۱ مه په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د دوی څېړنې ښيي، چې اوس مهال پنځه میلیونه ۸۳۲ زره ۴۵۴ کسان په ټول افغانستان کې بېځایه شوي دي.

د سرچینې په وینا د دغه کسانو یوه برخه ښځې او ماشومان دي او د بېځایه کېدو لامل یې هم جګړې او وچکالي ده.

په راپور کې ویل شوي، له په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شو کسانو شمېر په بېساري توګه لوړ شوی دی او همدارنګه ۲۰۲۱ میلادي کال هم د تاوتریخوالي له امله د داخلي بېځایه شوو کسانو لپاره له ستونزمنو کلونو څخه و.

د دغه راپور په اساس، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۳.۱ میلیون کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.

راپور کې دا هم ویل شوي، له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پوري شاوخوا اته میلیون او ۵۰۰ زره کسان بیرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.

همدارنګه راپور کې ویل شوي، په تېرو ۱۱ کلونو کې څه باندې څلور میلیون او ۵۱۹زره کسان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

دغه سازمان له هېواد څخه د افغانانو د وتلو عمده لامل، په افغانستان کې د جګړې زیاتوالی او اقتصادي ستونزې په ګوته کړي دي او زیاته کړې ده چې د دغه کډوالو زیاته برخه ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

سرچینه وايي، له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستیو پوري همدارنګه څه باندې پنځه میلیون او ۱۴۹زره کسان له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راغلي دي. چې زیاته برخه یې له ایران او پاکستان څخه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي