۰

اوغلو:د طالبانو د سرپرست حکومت غږ باید واورېدل شي

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۴
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوچاوش اوغلو وايي، د انتالیا ديپلوماتیک فورم غونډې ته یې د طالبانو استازي ځکه وربللي و، چې د نوي سرپرست حکومت غږ واورېدل شي.
اوغلو:د طالبانو د سرپرست حکومت غږ باید واورېدل شي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوچاوش اوغلو وايي، د انتالیا ديپلوماتیک فورم غونډې ته یې د طالبانو استازي ځکه وربللي و، چې د نوي سرپرست حکومت غږ واورېدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو دغه څرګندونې د انتالیا فورم له غونډې وروسته چې پرون یکشنبې د کب ۲۲ مه پای ته ورسېده، په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي دې کنفرانس ته د طالب استازو د وربللو پوښتنې په ځواب کې و ویل، چې دا بلنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.

ښاغلي اوغلو زیاته کړې، د طالبانو استازي یې ځکه دغه غونډې ته وربللي و، تر څو د نوي سرپرست حکومت غږ واورېدل شي.

هغه و ویل« دا په دې مانا نه ده، چې انقره طالبان په رسميت پېژني، خو باید په افغانستان کې د موقت حکومت غږ واورېدل شي.»

د طالبانو حکومت چارواکي د ترکیې د غونډې په څېر په هره نړیواله غونډه کې ګډون ته له دې پلوه ډېر هیله‌ من دي چې اړیکې به ‌یې له نړیوالې ټولنې سره پراخې او بالاخره به‌ یې حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

تر دې غونډې څو ورځې وروسته په چین کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو یوه مهمه غونډه جوړېدونکې ده، چې دا هم دې د اسلامي امارت لپاره خورا مهمه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له وړاندې ویلي، چې په دغه غونډه کې به د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی ګډون وکړي او پر دې سربېره به د یو شمېر هېوادونو له دیپلوماتیکو استازو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي